د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر فواد چوهدري او شاه محمود قریشي په ضد په لاهور کې د فتنې او سپکاوي په تور مقدمه درج شوې ده

0
158

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر فواد چوهدري او شاه محمود قریشي په ضد په لاهور کې د فتنې او سپکاوي په تور مقدمه درج شوې ده.

د لاهور پوليس سب انسپکټر وسيم لخوا درج کړي شوي مقدمه کښې وئيلي شوي دي چې شاه محمود او فواد چوهدري زمان پارک کښې يو پريس کانفرنس کړے وو چې په مهال ئي کانال روډ بند کړے شوے دے۔

د اېف آئي آر د متن له مخې فواد چوهدري او شاه محمود قرېشي فتنې او اشتعال انگیزې ويناوې وكړې، فواد چوهدري د پاكستان د حكومت د رياستي ادارو په ضد خلكو ته وهڅول، فواد چوهدري په عامه سړك ټريفك ګډوډ كولو جرم كړے۔ دولتي ادارې هم د قتل په پلانولو تورنې کړې.

مقدمه کښې د سړک بندولو، ګواښونو او توهين آميز تقريرونو پشمول نور شرطونه هم شامل کړے شوي دي۔

Leave a reply