توشه خانه کېس کې د سیشن عدالت لخوا د عمران خان جاري ناقابل ضمانت وارنټ ردولو فیصله اسلام اباد هائي کورټ کې چیلنج کړې شوې

0
181

باغي ټی وی رپورټ
توشه خانه کېس کې د سیشن عدالت لخوا د عمران خان جاري ناقابل ضمانت وارنټ ردولو فیصله اسلام اباد هائي کورټ کې چیلنج کړې شوې .

د عمران خان وکيل لخوا د توشه خانې د کيس اورېدنې د ايډيشنل سيشن جج فيصله اسلام آباد هائي کورټ کښې چيلنج کړې شوې ده۔

درخواست کښې د اسلام آباد هائي کورټ نه د ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو غوښتنه شوې ده۔

د عمران خان د وکيل له خوا د درخواست اورېدنه نن د اورېدنې لپاره ټاکل شوې ده.

ياده دې وي چې د فرورۍ په ۲۸مه عدالت د عمران خان د نه وړاندې کېدو له کبله د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی وو.

تيره ورځ عدالت د توشه خانه کيس کښي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست مسترد کړے وو۔

ياده دې وي چې توشه خانه کېس کې ايډيشنل سيشن جج عمران خان ته د جنورۍ په اتمه نيټه د فرد جرم لپاره احضار کړی وو خو په هر پيشي کې د عمران خان لخوا د طبي يا امنيتي وجوهاتو له وجې د حاضرۍ د استثنیٰ درخواستونه جمع کړل شوي وو.

د اسلام اباد پولیس د غیر ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو باوجود د عمران خان په نیولو کې پاتې راغلي دي.

Leave a reply