حکومت د آئي ايم ايف شرطونو عملي کولو سره يو بل شرط هم پوره کړے دے په کوم کښې چې کابينې د لگژري څيزونو د سيلز ټيکس 25 فيصده ته زياتولو منظوري ورکړې ده

0
180

باغی ټی وی رپورټ
حکومت د آئي ايم ايف شرطونو عملي کولو سره يو بل شرط هم پوره کړے دے په کوم کښې چې کابينې د لگژري څيزونو د سيلز ټيکس 25 فيصده ته زياتولو منظوري ورکړې ده۔

د وفاقي کابينې نه د 25 فيصده سيلز ټېکس نوټيفيکيشن لپاره د سرکولېشن څخه د سمري منظوري هم اخستې شوې د کوم نه پس چې ايف بي آر به نوټيفيکيشن جاري کوي او نوې نرخ به د مارچ له لومړۍ نيټې څخه نافذيږي.

په لگژري څیزونو سیلز ټیکس زیاتولو سره ایف بی آر به په څلورو میاشتو کې ۱۵ اربه روپۍ ترلاسه کوي.

دسرچينو له مخې په وارداتي او مقامي ډول جوړ شوي 1400 سي سي ګاډو باندې به سيلز ټيکس هم 25 فيصدو ته لوړ کړل شي، په وارداتي اليکټرانک څيزونو او ميک اپ مصنوعاتو به سيلز ټيکس به 25 فيصدو ته لوړ کړل شي.

د دې نه علاوه به په وارداتي پالتو خوراک، وارداتي بوټانو، د زنانو پرسونو، شامپو، صابون، لوشن، وارد شوي هیډفون، آی پاډ، اې سپیکر، دروازو او کړکۍ باندې د سیلز مالیه هم ۲۵ فیصده وي.

د سمري ترمخه په امپورټ شوي لگژري برتنونو، غسل خانو، امپورټ شوي ټائلز، سينيټري سامان، فانوس او فينسي لائيټونو باندي به سيلز ټيکس 25 وي۔

Leave a reply