د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د توشه خانې کیس کې د اسلام اباد سیشن عدالت ته حاضر نه شو

0
193

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د توشه خانې کیس کې د اسلام اباد سیشن عدالت ته حاضر نه شو.

د عمران خان جونيئر وکيل سردار بهارجي خان عدالت ته وړاندې شو، د مسلم ليګ ن مشر محسن شاهنواز رانجها او د اليکشن کميشن وکيل سعد حسن هم عدالت ته حاضر شول.

ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال پوښتنه وکړه چې عمران خان نن هم حاضر نه دی؟ باوري دي چې عمران خان دې عدالت ته حاضر شي.
د عمران خان جونيئر وکيل سردار خجل خان وئيلي دي چې د عمران خان حاضري معلومه نه ده، سينئر قانوني ټيم به لس بجې عدالت ته حاضريږي، عدالت د اوريدنې اوريدنه لس بجې وځنډوله.

ياده دې وي چې د فرورۍ په ۲۸مه عدالت د عمران خان د نه وړاندې کېدو له کبله د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی وو.

تيره ورځ عدالت د عمران خان د توشه خانه کيس کښي جاري شوي ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست مسترد کړے دے۔

د اسلام اباد پولیس د غیر ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو باوجود د عمران خان په نیولو کې پاتې راغلي دي.

ياده دې وي چې توشه خانه کېس کې ايډيشنل سيشن جج عمران خان ته د جنورۍ په اتمه نيټه د فرد جرم لپاره احضار کړی وو خو په هر پيشي کې د عمران خان لخوا د طبي يا امنيتي وجوهاتو له وجې د حاضرۍ د استثنیٰ درخواستونه جمع کړل شوي وو.

تيره ورځ عدالت د وارنټ منسوخي درخواست مسترد کولو تفصيلي فيصله کښي وئيلي وو چي عمران خان په قصدي توګه سيشن عدالت ته وړاندي نه شو۔

بل اړخ ته د پي ټي آئي سرچينو ترمخه عمران خان به نن د سيشن کورټ مخي ته په ذاتي توګه حاضر نه شي۔

Leave a reply