امریکا کندز کې پر مسجد برید غندلی دی

0
241

امریکا کندز کې پر مسجد برید غندلی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ سیدآباد کلي کې د جمعې د ورځې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی او دغه برید ئې د انسانیت ضدو څېر کړنه ګڼلې ده.

 

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ سیدآباد کلي کې د جمعې د ورځې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی او دغه برید ئې د انسانیت ضدو څېر کړنه ګڼلې ده.

اعلامیه کې راغلي چې افغانان نور باید له ترهګریزو بریدونو په امان اوسي او هغوی ته د ژوند کولو چانس ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او خواخوږۍ مراتب ورته وړاندې کوي.

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دا لومړی برید دی چې پۀ یو ځل د دومره ډېرو افغانانو ژوند اخلي، تر دې وړاندې امریکا ویلي ؤ چې د بهرنیو ځواکونږ تر وتلو وروسته ممکن افغانستان کې داعش او القاعده ډله یو ځل بیا فعاله شي.

د امریکا د دفاع وزارت بیا ويلي ؤ چې که طالبان وغواړي دوی به افغانستان کې د داعش ډله وځپي؛ خو طالبانو بیا د دوی دغه غوښتنه رد کړې وه او ویلي ئې چې داعش ډله افغانستان کې نشته او که وي هم دوی ئې ځپلی شي.

له دغې غوښتنې څو ورځې وروسته بیا امریکا وویل چې دوی په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو ځپلو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نلري.

Leave a reply