داعش ډلې کندز ولایت کې پر مسجد د برید مسؤلیت منلی دی
داعش ډلې کندز ولایت کې پر مسجد د برید مسؤلیت منلی دی
تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ سیدآباد کلي کې پر لمونځ کوونکو برید وشو چې پایله کې ئې درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله واووښته، تازه داعش ډلې تع منسوبې اعماق خپرونې یوه اعلامیه خپره کړې او د یاد برید مسؤلیت ئې منلی دی.
(2021 / 10 / 9 / نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ سیدآباد کلي کې پر لمونځ کوونکو برید وشو چې پایله کې ئې درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله واووښته، تازه داعش ډلې تع منسوبې اعماق خپرونې یوه اعلامیه خپره کړې او د یاد برید مسؤلیت ئې منلی دی.
داعش ډلې ویلي چې یاد برید د دوی یو برید ګر د واسکټ بم پۀ واسطه کړی چې درې سوه کسان ئې وژلی دي.
دغه برید چې د سیمې د خلکو په وینا پکې سل کسه ووژ شول او دوه سوه خوا و شا پکې ټپیان شول، په هېواد دننه او بهر پۀ سختو ټکو وغندل شو.
د دغۀ برید پر غبرګون عامو افغانانو ویلي چې دا برید پر انسانیت او اسلامیت برید دی او دغه ډول بریدونه اسلام هېڅ وخت هم نشي توجیه کولی.
د طالبانو ویاند د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا د یاد برید له غندلو سره ویلي چې د برید عاملین به ژر تر ژره پیدا او سخته سزا به ورته ورکړي.
کابو یوه نیمه میاشت وشوه چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونو وتلي؛ هغوی تر وتلو وروسته وویل چې ممکن افغانستان د داعش او القاعده ډلې پر مرکز بدل شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د داعش ډلې دا څویم برید دی چې پر عامو افغانانو ئې ترسره کوي.