قطر ته د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو تر سفر وروسته د امریکا لوړ پوړي چارواکي هم سفر کوي 

0
111

قطر ته د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو تر سفر وروسته د امریکا لوړ پوړي چارواکي هم سفر کوي

 تېره ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو شمېر طالب مشرانو قطر هېواد ته سفر وکړ، له دغه سفر څو ساعته وروسته رویټرز خبري آژانس خبر ورکړ چې قطر ته د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو سفر سره سم به د امریکا لوړ رتبه چارواکي هم دغۀ هېواد ته سفر وکړي.

 

 

(2021 / 10 / 9 /  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

تېره ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو شمېر طالب مشرانو قطر هېواد ته سفر وکړ، له دغه سفر څو ساعته وروسته رویټرز خبري آژانس خبر ورکړ چې قطر ته د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو سفر سره سم به د امریکا لوړ رتبه چارواکي هم دغۀ هېواد ته سفر وکړي.

رویټرز خبري  آژانس خبر ورکړی چې قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د نورو ادارو لوړ رتبه چارواکي هم رسېدلي او ټاکل شوې نن او سبا د ا.ا.ا  د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له افغان پلاوي سره خبرې وکړي.

ویل کېږي د دغۀ سفر یوه مهمه موضوع به پۀ کابل کې د امریکا د سفارت یرته پرانستل وي، چې افغان لوری د دې جدي غوښتونکی دی.

دا د طالبانو تر واک رسېدو وروسته د طالب او امریکايي مشرانو لومړۍ لیدنه ده چې ترسره کېږي.

په دغه لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی چې د افغان سولې چارې ئې پر مخ وړلې زلمی خلیلزاد شتون نلري.

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه میاشتې تېرېږي طالبان په ټول افغانستان واکمن دي؛ خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد دغه ډله پر رسمیت نده پېژندلې.

Leave a reply