د ایران یو پلاوې د کابل په دوره راځي

0
117

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو داسې رپورټ خپور شوې دې چې د ایران هیواد نه یو تجارتي وفد د افغانستان پایه تخت کابل ته په سفر راځي.

یاده دې دي چې د ایران دولت دا تجارتی وفد په داسې وخت کښې د کابل دوره کوي چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغلې دې، طالب مشرانو اعلان کړې دې چې دوی ټول د نړۍ هیوادونو سره ښه سم تعلقات غواړي هم سیاسی او هم تجارتي. د افغان سوداګرو مطابق د افغانستان او ایران ترمینځ تجارت په کال کښې د ۱ یو ارب ډالر نه زیات دې او د دواړو ملکونو سوداګر وایی چې د ایران او افغانستان دوه اړخیز تجارت دې دواړو هیوادونو لپاره ډیر ګټور دې او باید ددې نه هم لا زیات شي.
یاده دې وي چې د افغانستان پایه تخت کابل نه د افغان سوداګرو یو وفد نن سبا د پایه تخت اسلام آباد په سفر دې، د پیښور نه پس ی په اسلام آباد کښې د اقتصاد او تجارت اړوند چارواکو، مشرانو او وزیرانو سره کتلی دي او د پاکستان او افغانستان د تجارت په اړه ی ورسره خبرې اترې کړي دي.

Leave a reply