افغان سوداګر غوښتنه کوي د افغانستان کنګل شوې روپې افغانستان ته ورکړي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پکتیا ولایت سوداګرو د نړي مالي ادارو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان کنګل شوې روپې دې آزادې شي چې افغانستان د مالي او اقتصاد ستونزې هوارې شي او دلته د وګړو ژوندنې خوشحال شي.
د پکتیا سوداګرو او نور صنعتکارانو د نړیوالو ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې روپې دې ورکړل شی، سوداګرو اوویل چې نن افغان اولس او سوداګر سختو مالی ستونزو سره مخ دي او دا پیسې باید زر افغانستان بانک ته ورکړل شی.
د پکتیا د صرافانو ټولنې رییس حاجي رمضان وویل، د بانکونو د خدماتو محدودیدو ، د کاروبار د نشتوالي ، د پیسو د لیږد رالیږد او نو ګڼو ستونز سره مخ یو او دې له وجهې ی کاروبار بد متاثر شوې دې.
صرافانو په نړۍ غږ اوکړو چې د افغانستان کنګل شوې ۵.۹ ارب ډالر دې دې هیواد مرکزي بانک د واپس وسپارل شي چې دا د افغانستان حق دې چې ددې ملک اقتصاد پیل شی ، د خلقو او بانکونو کار روان شی اود سوداګرو ستونزې هوارې شي. داوی اوویل چې د افغانستان خپلې پیسې ددې هیواد بانک ته نه ورکول دې هیواد او اولس سره ظلم او ناانصافي ده او دا روپۍ باید واپس افغانستان بانک ته ورکړې شي.






