وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنې دوره قطر ته رسيدلې چرته به چې هغه د پرمختيائي هيوادونو په اړه د ملګرو ملتونو په كنفرنس كښې ګډون كوي

0
107

باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنې دوره قطر ته رسيدلې چرته به چې هغه د پرمختيائي هيوادونو په اړه د ملګرو ملتونو په كنفرنس كښې ګډون كوي۔

دغه دوه ورځنی کنفرانس به نن په دوحه کې پیل شي، دا د مخ پر ودې هېوادونو د کنفرانس پنځمه غونډه ده، چې په دې کنفرانس کې به په مخ پر ودې هېوادونو کې د دوامداره پرمختګ د چټکتیا لپاره پر اقداماتو خبرې وشي.

د قطر امير به په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو هېوادونو د مشرانو په درناوي استقباليه وړاندې كوي، وزيراعظم شهباز شريف به هم د قطر د امير په هركلې كښې ګډون كوي۔

وزيراعظم شهباز شريف به د مارچ په شپږمه نيټه د كنفرنس غونډې ته خطاب كوي۔ وزيراعظم به په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو مشرانو او پلاويو سره هم ملاقات كوي۔

Leave a reply