په هېواد کې ژمی پای ته رسېدلی، خو د هګیو بیې د کمېدو پر ځای لوړېږي

باغي ټی وی رپورټ
په هېواد کې ژمی پای ته رسېدلی، خو د هګیو بیې د کمېدو پر ځای لوړېږي.
په کوټه کې د درجن هګۍ بيه له ٢٨٠ نه ٣٠٠ کلدارو ته او په پېښور کې د يو درجن هګۍ بيه په ٣٠٠ کلدارو پلورل کيږي.
په لاهور کې د يوې درجن هګۍ بيه ۲۳۷ روپۍ او په اسلام اباد کې ۲۳۸ روپۍ، په حيدر اباد کې ۳۰۰ روپۍ، ملتان کې ۲۵۰ روپۍ، فيصل اباد کې ۲۶۰ روپۍ او په سوات کې ۳۰۰ روپۍ ده.
د دې تر څنګ د شيدو بيه هم په پرله پسې ډول لوړېږي، په اسلام اباد کې د شيدو في ليټر دوه سوه روپۍ، لاهور کې يو سل او اويا روپۍ، فيصل اباد کې يو نيم سل، ملتان کې يو سل او شپيته روپۍ او په حیدراباد کې اویا روپۍ. په هر لیټر کې تر دوه سوه روپۍ پورې پلورل کیږي.
بل خوا د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان هم په ویډیو لنک خپله وینا کې د افراطیت ذکر کولو په مهال د هګیو ذکر کړی دی.
ده وويل چې د دولسو هګيو بيه له يو سل دېرشو نه دوه سوه څلويښت روپو، د شيدو بيه له يو سل شپاړس روپو څخه يو سل پنځوس روپو او د چرګانو بيه له دوه سوه نه دوه څلويښت روپو ته لوړه شوې ده. له اتيا روپو څخه تر څلور سوه شپيته روپو في کيلو پوري.
عمران خان ویلي چې زه یې له ۳۰ کلونو راهیسې پېژنم، اقتصاد نه شي سمبالولی، نن د هېواد په تاریخ کې تر ټولو زیات انفلاسیون دی.





