د ترانسپورټ وزارت معین د کنړ او پکتیا ولایتونو د ترانسپورټي شرکتونو له استازو سره لیدلي.

0
192

د ترانسپورټ وزارت معین د کنړ او پکتیا ولایتونو د ترانسپورټي شرکتونو له استازو سره لیدلي.

4 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د واټ ټرانسپورټ معين ملا عبدالسلام حيدري د پکتيا او کونړ ولايتونو د ټرانسپورټي شرکتونو له يو شمير استازو سره ولیدل.

خبر زیاتوي د دغې لیدنې په ترڅ کې د یاد وزارت معین د دوی ستونزې د حل کیدو په موخه واوريدې.

اړوند موضوعات

ترانسپورټ وزارت: د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د VIP بسونو فعالیت پیل شو.

 

د یاد وزارت معین ملا عبدالسلام حیدري نوموړو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د ستونزو د حل کېدو کلکه ژمنه وکړه او د دې تر څنګ يې د ټرانسپورټي خدماتو د لا ښه والې په پار ورته لازمې لارښوونې وکړې.

Leave a reply