کډوالو چارو وزارت د تغذيه او تحصيل NEI مؤسسې سره د کابل ښار اړمنو کورنیو لپاره د همکاریو هوکړه ليک لاسليک کړی.
کډوالو چارو وزارت د تغذيه او تحصيل NEI مؤسسې سره د کابل ښار اړمنو کورنیو لپاره د همکاریو هوکړه ليک لاسليک کړی.
3مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د تغذيه او تحصيل مؤسسې سره د کابل ښار کډوالو لپاره د نیږدې ۹۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړی.
د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، چې ارزښت يې ( ۸۹) زره او (۲۵۰) امريکايي ډالره کېده، ياده موسسه به په کابل ښار کې ( ۸۰۰) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې کوي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو UNHCR مرستیال او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال له يادې موسسې څخه وغوښتل، چې په هوکړه ليک کې د ذکر شوو ژمنو مطابق په کابل ښار کې د مهاجرينو چارو رياست ته د فعاليتونو د څارنې زمينه برابره کړي او د پروژې په پای کې اړوندو دولتي ادارو ته د هغې د پلي کولو د څرنګوالي راپور وکړي.