د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن ویلي د انجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مشرانو پریکړې خواشینونکي دي.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن ویلي د انجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مشرانو پریکړې خواشینونکي دي.
3 مارچ جمعه 2023
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۲مه غونډه کې ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړه د نجونو د زده کړو او کار په اړه ډېره خواشینوونکي ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، تر دې دمه سیمه ییزو او د نړۍ هېوادونو داسې بې سرنویشته پرېکړې نه دي کړي لکه د افغان حکومت اوسني مسوولینو.
نوموړي ویلي، ټولشموله پرېکړې اندېښنې له منځه وړي او ولس پر حکومت اعتبار کوي.
انتوني بیلنکن زیاته کړې، اوسمهال ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، دوی ته په وخت رسیدګۍ کې ښځینه کامندانو ته اړتیا لیدل کېږي.
د نوموړي خبرې په داسې حال کې دي چې د جدي په درېیمه د اقتصاد وزارت مسوولینو په دولتي او غیر دولتي موسسو کې پر ښځو د کار کولو بندیز ولګاو.
اړوند موضوعات
د یادولو ده چې د لیندۍ په ۲۹مه د لوړو زده کړو وزارت هم نجونې تر امر ثاني له پوهنتونونو منعه کړي.






