د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وايي، ټاکنې باید په یو وخت او د سرپرست حکومتونو لاندې ترسره شي، دا د اساسي قانون هدف دی

0
163

باغي ټی وی رپورټ
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وايي، ټاکنې باید په یو وخت او د سرپرست حکومتونو لاندې ترسره شي، دا د اساسي قانون هدف دی.

نن د جيو نيوز پروګرام له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وويل که د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ انتخابات وګټو نو عمران فتنه به ووايي چې وفاقي حکومت د بل چا وو نو انتخابات نه کېږي. باور

ده ووئيل چې كه د قامي اسمبلۍ ټاكنې وروستو وګټلې شي نو فتنې به د درغلۍ تور لګوي او وايي چې دوه صوبې د نورو په لاس كښې دي دا فتنې به همداسې جاري ساتي۔

داخله وزير وويل چې عمران خان په جوډيشل کمپلکس بريد کړى، زما په نظر هغه بايد ونيول شي، د مئ په ٢٥مه دگل په ورځ چانس موجود و چې عمران خان به نيول شوى واى، خو په ائتلافي حکومت کې فيصلې د هر چا کول وې. دي

ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب او خېبرپښتونخوا اليکشن ازخود نوټس کيس کښې سپريم کورټ په ۹۰ ورځو کښې په دواړو صوبو کښې د بلدياتي انتخاباتو کولو حکم ورکړے وو۔

Leave a reply