د پیپلز پارټۍ مشر لطیف کهوسه وايي که په ۹۰ ورځو کې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې انتخابات ونه شي نو د عدالت د توهین تور به پرې ولګول شي

باغي ټی وی رپورټ
د پیپلز پارټۍ مشر لطیف کهوسه وايي که په ۹۰ ورځو کې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې انتخابات ونه شي نو د عدالت د توهین تور به پرې ولګول شي.
د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو په مهال لطيف کهوسه وويل چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې بايد په ۹۰ ورځو کې انتخابات وشي.
د مسلم ليګ ن وکيل منصور اعوان وويل د سپريم کورټ څخه يوه نه بلکې دوه فيصلې راغلې دي.
د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عابد زبيري وئيلي دي چې د ۹۰ ورځو نه پس به د پنجاب او خېبرپښتونخوا نګران حکومتونه پخپله ختم شي۔
د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو په مهال وکيل بيرسټر صلاح الدين احمد وويل که فيصله واضحه وي نو هيڅ ابهام به نه وي، دوه ججانو وويل چې د نورو دوو ججانو د پرېکړې ملاتړ کوي نو ځکه دغه پرېکړه کوي. د څلورو څخه تر دریو پورې جوړ شوی دی، که چیرې په دې مسله یوه بشپړه محکمه جوړه شوې وای، نو دا ګډوډي په اسانۍ سره لیرې شوې وه.
د حقوقي چارو کارپوه رشید اے رضوي وویل بهتره ده چې دا مسله فل کورټ ته وړاندې کړل شي، عدالت د مقدمې ختمولو کې عجلت کړی، دومره لویه فیصله په دومره چټکۍ سره نه ده شوې.






