د قومونو او قبايلو چارو وزير د سالنګونو د قومي مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
د قومونو او قبايلو چارو وزير د سالنګونو د قومي مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
24 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ملانور الله نوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د یادې کتنې پر مهال د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ قومي مخورو د خپلې سیمې د قومونو تر منځ ستونزې شریکې کړې او ټولو په خپل وار سره د یادې ولسوالۍ په اړه وړاندیزونه د منلو او حل په موخه وړاندې کړل.
اړوند موضوعات
خبرپاڼه زیاتوی چې سرپرست وزیر ملا نورالله نوري دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه اوزیاته یې کړه چې دسالنګ غیور ولس ډیري قربانۍ ورکړې دي، ستاسي دسیمي دقومونو د ستونزو دحل په موخه به موږ لازم اقدام وکړو، تاسي یوازې صبر ولرئ انشاءالله ستاسي د غوښتنو په اړه موږ ډاډ درکوو چې دا به پوره کیږي.