په انګلستان کې د ګرانۍ طوفان سر اوچت کړې دې، خلق بد متاثره دی او په لوږه تیرولو مجبور شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
په انګلستان کې د ګرانۍ طوفان سر اوچت کړې دې، خلق بد متاثره دی او په لوږه تیرولو مجبور شوي دي.
د یوې سروې له مخې په انګلستان کې د لوی شمیر زده کونکو لپاره دا ستونزمنه شوې چې فیس ورکړي او په لوی شمیر کې ټولګیو ته راشي.
سروې څرګنده کړه چې زده کونکي مجبور وو چې ټولګیو ته غیر حاضر وي او غیر معمولي شمیر زده کونکي د داخلیدو وروسته ټولګیو ته نه شي تلی.
د بهرنۍ ميډيا له مخې په لندن کې د بس او اورګاډي کرايه ۵.۹ فيصده زياته شوې ده، په داسې حال کې چې په لندن کې په هر کور باندې کونسل ټيکس هم ۹.۷ فيصده ته زيات شوی چې د اپريل له لومړۍ نېټې به نافذ شي.
بايد يادونه وشي چې په برتانيا کې د انفلاسيون توپان راغلی چې له امله يې په لندن کې د بس او اورګاډي کرايې ريکارډ لوړې شوې دي.