امارت اسلامی د یونیسیف له اړخه ورکړ شوې مرستې جوزجان د صحت عامه دفتر ته سپارلی

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی ریاست د صحت عامه وزارت اهلکارو خبر ورکړې چې د ملګري ملتونو د یونیسیف ادارې له اړخه ورکړل شوې د لابراتورارونو او نور د صحت په اړوند مرستې ی د جوزجان صحت عامه دفتر ته سپارلي دي.
د افغانستان اسلامی امارت نمایندګانو دغه لابراتوار او نور صحي وسایل د صحت عامه مسسوولینو ته حواله کړې چرته به چې دغه وسایل د عام اولس د خیرښیګړي لپاره په استعمال کښې راوستل شي.
یاده دې وی چې لږې ورځې وړاندې د امارت اسلامی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او نور د امارت اسلامی مشرانو د یونیسیف او نورو د ملګری ملتونو د مشرانو سره په کابل کښې ملاقات کړې وو او افغان اولس ته راپیښې د ستونزو او مشکلاتو په اړه ی خبرې اترې کړي وې.
د یادونې ده چې د ملګری ملتونو په افغانستان کښې مشرانو او نمایندګانو هم خبر ورکړې چې په افغانستان کښې دې بشري مرستې بغیر د څه قید او شرط را ورسول شي چې په دې هیواد کښې د یو بل بشري بحران مخه ونیول شي.
دا مرستې په داسې وخت کښې جوزجان ولایت کښې تقسیم شوي چې د هیواد ډیر داسې ولایتونو نه داسې رپورټونه راغلي چې هلته په روغتونونو کښې داروګانو او د لابراتوارونو لپاره ضروری صحی سامانونو ختم شوي دي او ددې ولایتونو غریب اولس د یو شمیر د صحت اړوند ستونزو سره مخ دې.
یو رپورټ په افغان رسنیو کښې داسې هم چاپ شوې وو چې په خوست ولایت کښې یو ځایی تن د خپل خاندان د یو غړي د علاج لپاره د خپل کور سولر او بیټرۍ خرڅې کړې وې چې ددې نه دا ثابتیږي چې د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې وګړي ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.
مسوولان صحی امارت اسلامی در جوزجان میگویند که ۱۷ قلم وسایل لابراتواری و صحی کمکشده سازمان یونیسف امروز به ریاست صحت عامه این ولایت رسید. pic.twitter.com/qJcwT7ee22
— BNA Pashto (@bnapashto) October 8, 2021






