سوداګر وايي چې د لارو بندېدو له امله مو تازه میوې د خرابېدو په حال کې دي
سوداګر وايي چې د لارو بندېدو له امله مو تازه میوې د خرابېدو په حال کې دي
د سپین بولدک – چمن لارې له تړل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د خلکو او سوداګریزو توکو پرمخ تړلې، چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
(2021 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
د سپین بولدک – چمن لارې له تړل کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د خلکو او سوداګریزو توکو پرمخ تړلې، چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان سوداګر وايي، د دواړو لارو له بندیدو سره یې تازه میوې په خرابېدو دي او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي. دوی پاکستان له افغانانو سره په دوه مخي چلن تورنوي او وايي، کراچۍ او نورو بندرونو کې یې د افغان سوداګرو مالونه درولي، چې د خرابیدو په حال کې دي.
سوداګرۍ خونه هم مني، چي پاکستان تل د افغانانو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د تورخم دروازې سربېره د سپین بولدک تړل کېدو هم سوداګري اغیزمنه کړې ده.
په همدې حال کې د ا.ا.ا د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، په ستونزو خبر دي او ډېر ژر به له پاکستاني لوري سره د شته ستونزو حل پیدا کړي.