بې کوره شوي افغان کورنۍ خپلو کورونو ته واپس شوي

0
211

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کډوالو چارو ریاست په یو بیان کښې ویلي دي چې هغه کورنۍ چې د افغانستان ولایتونو نه بې کوره شوي وې، خپلو کورونو ته ستنیدل پیل شوي دي.

په طلوع نیوز کښې چاپ یو رپورټ مطابق چې تراوسه پورې دوه نیم زره کورنې خپلو کورونو ته واپس تللي دي، چارواکي وایی دې کورنیو سره مرستي شوي او بیا خپلو ولایتونو ته بیرته ستنې شوي دي.
یاده دې وی چې د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې په زرګونو شمیر کښې افغانان په دې سیمو کښې د روانې جهګړې له وجهې بې کوره شوې او وس د کډوالو ریاست مطابق دغه کورنۍ واپس خپلو کورونو ته واپس تلل پیل شوي دي.
یاده دې وی چې کله نه چې د افغانستان نه په ۳۱ اګست د امریکایی او نیټو ځواکونه اووتل نو دې نه پس د امارت اسلامی افغانستان اعلان وکړو چې په افغانستان کښې جنګ ختم شوي ، طالبانو ټول خلقو ته د عام معافي اعلان هم وکړو.
یاده دې وي چې د ملګری ملتونو مشرانو هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کښې که په وخت بشري مرستې دې اولس ته و نه رسول شي نو دلته به یو لوی انساني بحران مخې ته راشي او ددې انساني بحران مخینوۍ به بیا یو ډیر مشکل کار شي.

Leave a reply