د اسلامی امارت مشر د شیعه عالمانو سره ملاقات کړې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت د وزیرانو د شورای ریس معاون مولانا عبدالسلام حنفي د شیعه مسلک عالمانو سره لیدنه کړې دې او په هیواد کښې د موجوده حالاتو باندې خبرې اترې کړي.
د امارت اسلامی افغان د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د وزیرانو د شورای د ریس معان شیعه عالمانو او مشرانو د یو پلاوي غړو سره ولیدل. یاده دې وی چې په دې ملاقات کښې د امارت اسلامی د طرف نه د شیعه عالمان او مشرانو ته ډاډ ورکړې شوي چې دوی ټول یو افغانان دي او په شریکه به ددې ملت لپاره خدمت کوو.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې ددې ولایتونو مشرانو او دولتي چارواکو د اهل حدیثو ډلې مشرانو او عالمانو سره هم ملاقاتونه پیل کړي دي، په دې ملاقاتونو کښې د امارت اسلامی مشرانو او د اهل حدیث مشرانو د یو بل د ملاتړ او حمایت اعلان کړي دې اوی ژمنه ی کړې ده چې ددې ملت به خدمت په شریکه کوو.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان چې کله نه په افغانستان کښې حکومت اعلان کړې ، د عام معافي اعلان ی هم کړې، د پخواني حکومت د پولیس اهلکارو د طالبانو سره په يو ځای کار شروع کړې دې.
1/2- امروز معاون رئيس وزراء امارت اسلامى أفغانستان محترم مولوى عبد السلام حنفی با جمع از بزرگان هموطنان اهل تشیع دیدار نمودند.
در نشست روی وضعیت فعلی و آینده کشور صحبت صورت گرفت. pic.twitter.com/uPxVB9chHR— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) October 7, 2021






