ناټو اتۀ روسي ديپلوماتان شړلي دي

0
196

ناټو اتۀ روسي دیپلوماتان شړلي دي

ناټو هغه اتۀ ديپلوماتان شړلي چې په وینا ئې روسیې ته ئې په پټه د جاسوسانو په توګه کار کاوۀ.

ناټو په خپلو دفتر کې د لسو روسي دیپلوماتانو کچه نیمايي ته راټیټه کړې ده.

 

 

(2021 / 10 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ناټو هغه اتۀ ديپلوماتان شړلي چې په وینا ئې روسیې ته ئې په پټه د جاسوسانو په توګه کار کاوۀ.

ناټو په خپلو دفتر کې د لسو روسي دیپلوماتانو کچه نیمايي ته راټیټه کړې ده.

تر دې وړاندې ۲۰۱۸ م کال کې ناټو اوۀ روسي دیپلوماتان شړلي ؤ.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو دغه اقدام غندلی دی او ویلي ئې دي چې لویدیځ هېوادونه له روسيې سره د دیپلوماتيکې ښکېلتیا پالیسي پر مخ بیايي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه روسیه او د نړۍ ځینې نور هېوادونه وايي چې ناټو د امریکا پر مشرۍ افغانستان کې ماته خوړلې ده او امریکا لکه مخکې ئې چې د ابرځواکۍ دعوې کولې، نور ئې باید ونکړي.

 

Leave a reply