د مسلم ليګ (ق) مشر او پخواني لومړي وزير چوهدري شجاعت د پنجاب پخوانى وزيراعلي پرويز الهي د ګوند له څوکۍ ګوښه کړ

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر او پخواني لومړي وزير چوهدري شجاعت د پنجاب پخوانى وزيراعلي پرويز الهي د ګوند له څوکۍ ګوښه کړ.

د ګوند په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پرویز الهي د ګوند غړیتوب ختم شوی او د هغه د ګومارل شویو کسانو د ګوند پوستونه هم ایستل شوي دي.

بیان کې ویل شوي چې چوهدري شجاعت حسین د جنورۍ په ۱۶مه د شوکاز نوټس جاري کړی او دا نوټس پرویز الهي ته د جنورۍ په ۲۶مه لاهور کې د غیر آئیني غونډې د بللو په خاطر ورکړل شوی دی.

بیان کې ویل شوي چې پروېز الهي په راتلونکي کې د مسلم لیګ (ق) نوم له کارولو منع شوی دی.

د ګوند ویاند مصطفی ملک هم د پرویز الهي د ګوند غړیتوب ختمول تایید کړي دي.

بل خوا د مسلم ليګ ق مشر چوهدري شفيع حسين وئيلي دي چې پرويز الهي د مسلم ليګ (ق) په پلېټ فارم باندې پي ټي آئي سره نه شي ضم کيدې ځکه چې چوهدري شجاعت د مسلم ليګ (ق) مشر دے نو هغه فيصله کولے شي۔

ده ووئيل چې د پروېز الهي پشمول هر څوك چې پي ټي آئي كښې شاملېدل غواړي نو هغه دې د قامي اسمبلۍ نه استعفا وكړي ده ووئيل چې د مسلم لیګ (ق) په پلیټ فارم باندې د تحریک انصاف سره معامله کول به غیر قانوني او غیر اخلاقي وي.

ياده دي وي چي نن د پي ټي آئي چيرمين عمران خان او پرويز الهي ترمينځه يو مهم ملاقات شوي چي پکښي د مسلم ليګ (ق) پي ټي آئي کښي د انضمام په اړه فيصله امکان ده۔

Leave a reply