د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي چې د جيل بهرو تحريک سبا نه پېل کېږي

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي چې د جيل بهرو تحريک سبا نه پېل کېږي.
خبريالانو سره دخبرو په مهال فواد چوهدري وويل پي ټي ائي دجيل بهرو تحريک ته تيار دى، شاه محمود قريشي وئيلي دي چې سبا به يې نيولى شي، اسد عمر هم دهغه نيولو اعلان کړى دى.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي كانديدان دې په خپلو حلقو كښې كمپاين پېل كړي، په لاهور كښې چې د عمران خان هركلې تيره ورځ د هر چا خوب وتښتول.
فواد چوهدري وويل عمران خان ټول پارټۍ ته هدايات جاري کړي دي چې دانتخاباتو لپاره تيارۍ پيل کړي، دپي ټي ائي کانديدان دې خپلو خپلو حلقو ته لاړ شي او کمپاين دې پيل کړي.
فواد چوهدري وويل په جعلي توشه خانه کېس کې مونږ ټول بلل شوي دي، د پاکستان د اقتصاد حالات د ټولو مخې ته دي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف جلسه به سبا په لاهور کښي شروع کيږي۔
فواد چوهدري وايي د جيل بهرو تحريک د ډويژن په کچه روان دی، سبا به ۲۰۰ کسان ونيول شي، عمران خان د تحريک په اړه د مشورې لپاره د ګوند د سټراټيژۍ کمېټۍ غونډه رابللې ده.
د دې نه علاوه د جيل بهارو تحريک نه وړاندې د مال روډ، مين بليوارډ ګلبرګ او سول سيکرټريټ په شاوخوا سيمو کښې دفعه 144 نافذه کړې شوې ده.






