د خزانې سيکرټري حميد يعقوب شيخ وئيلي دي چې په دوه ورځو کښې به پاکستان ته د لويې لويې قرضې ورکولو ښه خبر راشي او دغه رول اوور د نورو دوستو ملکونو نه علاوه دے

0
96

باغي ټی وی رپورټ
د خزانې سيکرټري حميد يعقوب شيخ وئيلي دي چې په دوه ورځو کښې به پاکستان ته د لويې لويې قرضې ورکولو ښه خبر راشي او دغه رول اوور د نورو دوستو ملکونو نه علاوه دے.

د قومي اسمبلۍ د خزانې په اړه د قائمه كمېټۍ غونډه وشوه چې په كښې د خزانې سېكتر د آئي اېم اېف سره د خبرو اترو په اړه بريفنګ وركړو۔

ده ووئيل په دوه ورځو كښې به پاكستان ته د لوې رول اوور قرضې د ترلاسه كولو خوشخبري وركوي، دا رول اوور د نورو دوستو هېوادونو دي، د خزانې وزير په راتلونكو څو ورځو كښې د يو بل رول اوور قرض لپاره فعاله ده٬ د آئي اېم اېف سره به 99 فيصده وي۔ مسایل حل شوي او په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې به حل شي.

ده ووئيل د پاكستان اقتصادي چيلنجونه به سمدستي ختم نه شي خو په راتلونكو دوه درې مياشتو كښې به حالات نورمال شي۔ د خزانې سيکرټري وويل د بجلۍ په سيکټور کې د گردشي قرضو قابو کول پکار دي، ملک د دې زياتوالي برداشت نه شي کولی، د ايف بي آر د ټېکس ريونيو په سم لوري روان دی، خو د بجلۍ سبسډي بايد ختمه کړل شي، هدفي سبسډي به ورکړل شي.

ده ووئيل ائي اېم اېف وئيلي چې پاكستان د 875 اربه روپو خسارې سره مخ دې، د خبرو اترو له لارې 170 اربه روپو ته راوړلې شو، د بجلۍ او ګيس نرخونه زيات شول۔

د خزانې سيکرټري زياته کړه چې تر دسمبر پورې د ټېکس په جمع کولو کې 82 اربه روپۍ کمښت راغلى، اټکل کېده چې روان مالي کال به 162 اربه روپۍ کمې ټيکسونه ترلاسه کړي، آئي ايم ايف د ډالرو په مقابل کې د 23 فيصده کموالي اټکل کړى و. د روپۍ د ارزښت په کمېدو سره به زموږ راټولونه له هدف څخه ۲-۳٪ زیاته وي، د مستقیم مالیاتو راټولول ۴۳٪ زیات شوي دي.

ده ووئيل د آئي اېم اېف څخه دومره لويې مرستې ترلاسه كول د حكومت كاميابي ده۔

د كمېټۍ چيئرمېن قيصر شېخ ووئيل مونږ د خزانې وزير اسحاق ډار په غوښتنه د كمېټۍ غونډه درې هفتو پورې ځنډولې وه خو هغه نن هم غونډې ته نه وو راغلي۔

Leave a reply