د پنجاب پخوانی اعلی وزیر پرویز الهي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) کښې شامل شوی دی
باغي ټی وي رپورټ
د پنجاب پخوانی اعلی وزیر پرویز الهي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) کښې شامل شوی دی.
پرويز الاهي د لاهور په زمان پارک کې د پي ټي ائي له مشر عمران خان سره ليدلي او وروسته يې ميډيا سره خبرو کې په پارټۍ کې د شاملېدو اعلان کړی دی.
پروېز الهي د فواد چوهدري په ملتيا ميډيا سره خبرې کړي۔
فواد چوهدري وئيلي دي چې نن د اوږدې خبرې نه پس پرويز الهي او نور مشران قامي اسمبلۍ پريښي او پي ټي آئي کښې شامل شوي دي او نن به د پي ټي آئي برخه وي۔
ده ووئيل مونږ د نن ورځې سره يو ځائ شوي كسانو ته ښه راغلاست ووايو او د نوي پاكستان خوب به پوره شي، پروېز الهي د عمران خان ملاتړ لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي۔
دپنجاب دپنجاب پخواني وزيراعلي فواد چوهدري وويل پرويز الاهي دې دپي ټي ائي صدر جوړ کړل شي اؤ سينئر قيادت يې منظوري ورکړې ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې چې لوړپوړي قيادت يو مرکزي صدر جوړولو سپارښتنه کړې ده.
په دې موقع پروېز الهي ووئيل مونږ د عمران خان سره په ټينګه ولاړ يو، مونږ به خپل ملګري مضبوط کړو۔
ده ووئيل عمران خان د مرکزي صدر جوړولو غوښتنه كړې ده، زه به د عمران خان په خوښه كار كوم۔
ياده دې وي چې تر دې وړاندې د مسلم ليګ (ق) مشر او پخواني لومړي وزير چوهدري شجاعت پروېز الهي د ګوند له څوکۍ ګوښه کړى و.
د ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پرویز الهي د ګوند غړیتوب ختم شوی او هغه په راتلونکي کې د ګوند له نوم کارولو منع شوی دی.