د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل (آئي جي) عثمان انور په پنجاب کښې د پوليس افسرانو په لويه کچه د تبادلو او تقررۍ نوټيفيکيشن جاري کړے دے

0
158

باغی ټی وی رپورټ
د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل (آئي جي) عثمان انور په پنجاب کښې د پوليس افسرانو په لويه کچه د تبادلو او تقررۍ نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

نوټيفيکيشن ترمخه کيپټن ريټائرډ عامر خان نيازي د ايس ايس پي اپريشنز راولپنډۍ او محمد عمران ايس ايس پي آپريشن ملتان تعينات کړے شوي دي۔

د نوټيفيکيشن له مخې عزيز احمد د ايس پي انويسټيګيشن رحيم يار خان او ضياء الله د ايس پي انويسټېشن سيالکوټ او انعم فريال د ايس پي انوېسټېشن سرګوده په توګه تعينات شوي دي.

نوټيفيکيشن ترمخه خالد محمود تبسم د ايس پي انويسټېشن شيخوپوره او سيد علي د ايس ايس پي انوېسټېشن ګوجرانواله په توګه تعينات شوي دي.

د آئي جي پنجاب لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې ارسلان زاهد د ايس پي صدر ملتان او محمد نبي د راولپنډۍ ايس پي صدر ټاکل شوي دي۔

نوټيفيکيشن ترمخه ايس پي سيکيورټي فيصل سليم ايس پي راول ټاون او عثمان منير صافي ايس پي سول لائن ګوجرانواله تعينات کړے شوي دي۔

د آئي جي پنجاب نوټيفيکيشن له مخې غيور احمد د ايس پي سټي ګوجرانواله او رضوان طارق ايس پي صدر ګوجرانواله او خالد رشيد د سيټي او فيصل آباد په توګه تعينات شوي دي۔

Leave a reply