کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ پاکستان د رابطې کمېټۍ غونډه پای ته رسېدلې، په ضمني انتخاباتو کې د ګډون او نه کولو په اړه پرېکړه نه ده شوې

0
158

باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ پاکستان د رابطې کمېټۍ غونډه پای ته رسېدلې، په ضمني انتخاباتو کې د ګډون او نه کولو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

سرچينې وائي چې ايم کيو ايم به ضمني ټولټاکنو کې برخه اخلي او که نه، په اړه د حتمي فيصلې لپاره د رابطې کميټۍ غونډه نن بيا رابلل شوې ده.

ياده دي وي چي پي ټي ايم د ايم کيو ايم نه په ضمني انتخاباتو کښي د ګډون نه کولو غوښتنه کړي وه په کومه کښي چي تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف خالد مقبول صديقي سره ټيلي فون کړي وو او غوښتنه ئي کړې وه چي ضمني انتخاباتو کښي برخه نه اخلي۔

سرچينې زياته کړې، چې خالد مقبول صديقي له لومړي وزير څخه غوښتنه کړې، چې د انسجام کمېټې له نظر وروسته دې له پرېکړې خبر کړي او هم يې ډاډ ورکړى، چې ډېر ژر به د همغږۍ کمېټې يوه مشورتي غونډه راوبولي.

Leave a reply