د کراچۍ د پولیسو په دفتر د برید په اړه د تحقیقاتو په برخه کې په یو لوی پرمختګ کې، د KPO شاوخوا د جیو فینسنګ په واسطه تحقیقات پیل شوي

0
89

باغی ټی وی رپورټ

د کراچۍ د پولیسو په دفتر د برید په اړه د تحقیقاتو په برخه کې په یو لوی پرمختګ کې، د KPO شاوخوا د جیو فینسنګ په واسطه تحقیقات پیل شوي.

دپوليسو سرچينې وائي چې دبريد په مهال په جيو فينسنگ کې د١٠٠ؤ څخه زيات شمير شکمن کسان پيژندل شوي، دټولو شميرو تفصيلات اؤ نور ضروري معلومات ترلاسه کولى شي.

دپوليسو سرچينې وائي چې ددغه بريد څخه وروستو د١٠ؤ څخه تر ١٢ؤ نمبرو پورې تړل شوي دي اؤ دبندو شميرو څخه دښار څخه بهر دکالونو ډيټا هم ترلاسه شوې ده.

ياده دي وي چي تيره ورځ دکراچئ پوليس مشر دفتر باندي شوي ترهه ګري حملي تحقيقاتو لپاره ډي آئي جي ذوالفقار لارک په مشرئ کښي پنځه کسيزه کميټي هم جوړه کړے شوي ده۔

پينځه کسيزه کميټي به د کراچۍ پوليس په دفتر د بريد پلټنه کوي او د کميټۍ چيئرمېن به د معاملې په پلټنو کې د مرستې لپاره نور غړي هم شاملولی شي.

ياده دې وي چې د فرورۍ په ١٧مه په شارع فيصل کې د کراچۍ د پوليسو د مشر په دفتر بريد کې درې ترهګر وژل شوي وو، په دغه بريد کې درې امنيتي پرسونل او يو پوليس افسر هم وژل شوي وو.

Leave a reply