د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې نيب د ملک تر ټولو کرپټ اداره ده او حکومت دې ادارې د ختمولو نه بغير نه شي چليدلې

0
185

باغي ټی وی رپورټ

کراچۍ: د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې نيب د ملک تر ټولو کرپټ اداره ده او حکومت دې ادارې د ختمولو نه بغير نه شي چليدلې۔

کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې د دريو جمهوري حکومتونو په تيريدو سره هم نيب قائم دے.
ده ووئيل چې د حكومت چارواكي د خپلو اختياراتو په استعمالولو نه وېرېږي، د اوسني بحران علت د نېب اداره ده، نن خلق پوښتنه كوي چې په هېواد كښې حالات ولې داسې دي، د نېب د ظلمونو حقيقتونه دي۔ ولس ته هم معلومه ده، چې نیب یوازې د سیاسي انتقام لپاره جوړ شوی، د نیب پخوانی مشر جاوید اقبال باید د دې پوښتنو ځوابونه ورکړي.

شاهد خاقان اوويل چې د نيب په اړه له ٢٣ کالو راهسې پوهيږم، د ملک سياستدانان او صنعتکاران د نيب په عدالتونو کښې چکرونه وهي، نيب د ملک سياست کنټرولولو لپاره جوړ کړے شوے دے، تر څو چې د جاويد اقبال احتساب نه وي شوې معاملات نه شي پرمخ تللې۔ په پارټۍ کې د اختلاف په اړه د پوښتنې په ځواب کې د (ن) لیگ مشر وویل چې ما په پارټۍ کې پرته له کوم مقام څخه ۳۱ کاله کار کړی دی، د (ن) لیگ سره هیڅ مسله نشته، نواز شریف زما مشر دی، زه به وروسته سمدستي کور ته ځم) ن) لیګ.

پخواني لومړي وزیر زیاته کړه چې د هېواد حالات چې کوم پړاو ته رسېدلي دي، موږ ټول مسوولیت لرو چې نوي مشرتابه ته د کار کولو موقع ورکړل شي.

Leave a reply