د سندهـ داخله محکمې ډاکټر عاصم او نورو ته د ترهګرو د علاج په مقدمه کې کلین چټ ورکړی دی
باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ داخله محکمې ډاکټر عاصم او نورو ته د ترهګرو د علاج په مقدمه کې کلین چټ ورکړی دی.
د سندهـ داخله محکمي ضياء الدين هسپتال کښې د ترهه ګرو د علاج د مقدمې په اړه د ترهه ګرۍ ضد عدالت کښې درخواست جمع کړے د کوم کښې چې وئيلي شوي دي چې د ډاکټر عاصم او نورو په ضد هيڅ ګواه نه ده ترلاسه شوې۔
د سندهـ داخله محکمي د ترهګرۍ ضد عدالت ته د مقدمې واپس اخستلو لپاره درخواست جمع کړے دے په کوم کښې چې وئيلي شوي دي چې تحقيقاتي افسر د ثبوتونو د نشتوالي له وجې په ابتدائي مرحله کښې هم دا مقدمه اے کلاس کړې وه۔
عدالت د داخله محکمي په درخواست باندي اړخونو ته نوټس جاري کړے او د مارچ په دويمه هفته کښي ئي جواب غوښتي دي۔
ياده دې وي چې په ضياءالدين هسپتال کې د ترهګرو د درملنې مقدمه په کال ۲۰۱۵م کې د رينجرز په مقدمه کې درج شوې وه چې پکې ډاکټر عاصم، انيس قائمخاني، قادر پټېل، وسيم اختر، رؤف صديقي، عثمان معظم او سليم شهزاد نومونه هم شامل وو.