د ايران قونسل جنرال حسن نوريان په کراچۍ ښار کې د پوليسو پر دفتر تروريستي بريد په کلکه وغانده او د دغه تروريستي بريد له امله يې د قيمتي ځاني زيانونو له امله خواشيني څرګنده کړه.

0
182

باغي ټی وی رپورټ
د ايران قونسل جنرال حسن نوريان په کراچۍ ښار کې د پوليسو پر دفتر تروريستي بريد په کلکه وغانده او د دغه تروريستي بريد له امله يې د قيمتي ځاني زيانونو له امله خواشيني څرګنده کړه.

په خپل يو بيان كښې حسن نوريان وئيلي دي چې د پېښې له ځپلو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كوي۔
د ایران قونسل جنرال ویلي، هېواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستاني وروڼو سره دی.

ياده دې وي چې د کراچۍ په شارع فيصل سيمه کې د کراچۍ د پوليسو په دفتر (KPO) باندې د ترهګرو بريد کې د دوه پوليس افسرانو او رېنجرز اهلکارو په ګډون ۴ کسان وژل شوي وو او په ځوابي کارروايۍ کې ۳ ترهګر وژل شوي وو. پولیس او د قانون پلي کونکو ادارو او ودانۍ شاوخوا څلور ساعته وروسته پاکه شوه.
د کراچۍ د پولیسو په وینا، په برید کې ۳ ترهګر وژل شوي، یو ترهګر په څلورم پوړ کې وژل شوی او دوه نور په چت کې وژل شوي، چې په وژل شویو ترهګرو کې یوه ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دپوليسو دچارواکو له مخې په دغه بريد کې ددوؤ پوليسو اؤ يو رينجر په ګډون ٤ کسان وژل شوي اؤ ١٨ کسان ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه بريد نن ماښام ٧ بجې ترسره شو، بريدګر دپوليسو له لارې دپوليسو دلارې ته ننوتل.

Leave a reply