د سنده ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه د کراچۍ ښار په شارع فیصل سیمه کې د پولیسو دفتر (KPO) ته ورغلی او د هغه ودانۍ معاینه یې کړې چې د برید هدف وو

0
224

باغی ټی وی رپورټ
د سندهه ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه د کراچۍ ښار په شارع فیصل سیمه کې د پولیسو دفتر (KPO) ته ورغلی او د هغه ودانۍ معاینه یې کړې چې د برید هدف وو.

د کراچۍ ښار په شارع فیصل سیمه کې د کراچۍ د پولیسو په دفتر (KPO) باندې د ترهګرو په برید کې د دوه پولیس افسرانو او د رینجر ځواکونو په ګډون ۴ تنه وژل شوي، چې شاوخوا څلور ساعته وروسته پاک کړل شو.

جیو نیوز سره په خبرو کې د مشرقي ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئی جی) مقدس حیدر ویلي چې په برید کې درې ترهګر وژل شوي، یو ترهګر په څلورم پوړ کې وژل شوی او دوه نور په چت کې وژل شوي دي.

مراد علي شاه جناح هسپتال ته لاړ او د ژوبلو کسانو عیادت یې وکړو او وې ویل چې تاسو زمونږ اتل یاست او په زړورتیا یې د دښمنانو سره مقابله کړې ده.

هغه وويل دپيښور تر بمي چاؤدنې وروستو مونږ فعال وؤ خو هيڅ گواښ نۀ وؤ دا به ليدل کيږي چې په کومه لاره کې مونږ خطا کړې ده.

د سندهـ وزيراعلي دا اعلان هم وکړو چې د کراچۍ پوليس آفس بريد شهيدانو ته به د شهيد کوټې لاندې معاوضه ورکول کيږي او دې نه علاوه هغه څرګنده کړه چې پي ايس ايل ته به هيڅ زيان نه رسيږي.

Leave a reply