د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري وايي، د کراچۍ پر پوليسو بريد د هند د استخباراتي ادارې RAW د کړنو نښه ښکاري
باغي ټی وی رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري وايي، د کراچۍ پر پوليسو بريد د هند د استخباراتي ادارې RAW د کړنو نښه ښکاري.
دجمعې په ماښام دکراچۍ په شارع فيصل سيمه کې دکراچۍ دپوليسو په دفتر (KPO) باندې دترهګرو په بريد کې دپوليسو اؤ رينجرز په گډون 4 کسان وژل شوي اؤ دپوليسو په ځوابي کارروائي کې 3 تندلاري وژل شوي دي. او د قانون پلي کونکي ادارې لاړې او ودانۍ شاوخوا 4 ساعته وروسته پاکه شوه.
دپوليسو دچارواکو په وينا ١٨ ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
له پېښې وروسته د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري جیو نیوز سره خبرو کې وویل چې د کراچۍ پر پولیسو برید د هند د ادارې را (RAW) د کړنو نښه ښکاري. موږ به د دا ډول بریدونو له امله نهیلي کیږو.
دوي اوويل چي دوي پخوا هم د بزدلانه کاروائي په ضد جنګيدلي دي او اوس هم عزم لري۔وروسته د سنده ګورنر کامران ټوډي د کراچي جناح هسپتال ته لاړو او د بريد د زخميانو او ژوبل شوي رينجرو او پوليس اهلکارو ئي د علاج په اړه پوښتنه وکړه۔
د سندهـ والي چارواکو ته وويل چې تاسو د ښار د امن ساتلو لپاره ډېر زړورتيا ښودلې ده.
ده ووئيل په دې ښار كښې د 20 كالو راهسې را فنډنګ كولې شو چې هېواد تباه شي٬ زه آئي جي سندھ ته سلام كوم د چا په هڅو دا حمله ناکامه شوه۔