افغان معذورانو سره مرستې وشوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د فاریاب په ولایت کښې د یو شرکت په مرسته د شهیدانو د وزارت له خوا په ګنړ شمیر کښې بې وزله او معذورانو افغانان له مرستې ورکړې شوې، افغان معذورانو د شرکت او اسلامی امارت ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ورسره مرستې وکړي.
د رپورټونه مطابق د ولایت فاریاب مرکز په میمنه کښې د ۲۵۰ کورنیو سره مرستې وشوې، د رپورټ مطابق د مرستې د شهیدانو د ریاست له خوه د شرکت یما پټرولیم له طرف نه په دې مستحقو افغان خاندانونو وویشل شوي. افغان اولس ددې مرستو شکریه ادا کړې ده.
یاده دې وی چې کله نه د افغانستان نه دا مریکایی ځواکونو واپسی شوې نو د افغان اولس ته د بهرینو هیوادونو او نور مرستندویه ادارو مرستې بندی شوې یا ځنډل شوي نو په داسې وخت کښې هم د دغسې شرکتونو له په کار دي چې مخکښې راشي او افغان اولس سره مرستې وکړي.
د افغان اولس لپاره د ۳۰۰۰ ټنه نه زیات خوراکی توکه او د داروګانو په شکل کښې مرستې د پاکستان اولس د طرف نه افغانستان ته رسول شوی او په افغان اولس تقسیم شوي دي، په پاک افغان پوله افغان چارواکو د پاکستان حکومت او اولس ستاینه کړي چې په دې سخت وخت کښې ی ورسره مرستې پیل کړي دي.
شرکت یما پتروليم به همکاری مسوولان ریاست شهدا و معلولین فاریاب امروز برای ۲۵۰ خانواده بیبضاعت در شهر میمنه مرکز فاریاب کمک توزیع کرد. pic.twitter.com/Oh4yY0aLPN
— BNA Pashto (@bnapashto) October 7, 2021