د کونړ والي سره د سوداګرو او صنعتکارانو ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کونړ والی ددې ولایت د سوداګرو سره ملاقات کړې ، په دې ملاقات کښې د کونړ والی د افغان سوداګرو ستونز او مشکلات واوریدل.
د کونړ نه خپاره شوي رپورټونو مطابق ددې ولایت والی د ځایی سوداګرو او د صنعتکارانو د اتحاديی مشرانو او غړو سره ملاقات وکړو او په یو شمیر ستونزو، چې دې سوداګرو ته راپیښې دې ټینګار وکړو.
د کونړ والي سوداګرو ته ډاډ ورکړو چې ددوی د ستونزو هوارولو لپاره به اړوند ادارو او چارواکو سره خبرې وکړی چې ددوی ستونزې هواري وشي، په دې ملاقات کښې د لرګیو په ناقانونه توګه انتقال هم د بحث لاندې راغې او ددې ناقانونه کاروبار په اړه هم د مخنیوي ډاډ ورکړی شوې او ژمنه وشوه چې هیچا ته به هم اجازت ور نه کړې شي چې په ناقانونه توګه د کونړ ولایت نه لرګي بهر اوباسي اوی که څوک ونیول شو نوی دې سره به قانوني چلند وشي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د افغانستان د سوداګرو او صنعتکارانو د اتحادیی مشر خان جان الکوزي هم نن سبا د پاکستان په دوره دې او دلته د چارواکو سره د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارتی ستونزو په اړه ټینګار کوي، هغوی نن اسلام آباد ته سفر کړي او د افغانستان د سوداګرو نمایندګی به کوي او پاکستاني چارواکي به د افغان سوداګرو د مشکلاتو او دپاکستان او د افغانستان ترمینځ د تجارت ښه کول په اړه خبرې اترې کوي.
د کونړ والي د صنعتکارانو اتحادیې له غړو سره د کتنې پر مهال د دوی ستونزو اوارۍ ډاډ ترڅنګ د لرګیو ناقانونه لېږد او ځنګلوهلو مخنیوي په برخه کې د جدي اقداماتو خبر ورکړ. pic.twitter.com/8vTp4zlqrA
— BNA Pashto (@bnapashto) October 7, 2021