د ميانوالي د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په يوه ټيم د ترهګرو لخوا په کالا باغ کې بريد شوی دی

0
199

باغي ټی وی رپورټ
لاهور: د ميانوالي د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په يوه ټيم د ترهګرو لخوا په کالا باغ کې بريد شوی دی.

د سي ټي ډي وياند له مخې د ترهګرو سره د ډزو تبادله 20 دقيقې روانه وه چې په نتيجه كښې ئې يو ترهګر وژل شوى او دوه په تېښته كښې بريالي شوي دي۔

د سي ټي ډي وياند ترمخه د وژل شوي ترهګر شناخت حبيب الرحمان په نوم شوی دی کوم چې د کالعدم ټي ټي پي مهم کمانډر وو۔

د ترجمان وینا ده چې د وژل شوؤ ترهګرو نه کلاشنکوف، خودکش جیکټ او د ټي ټي پي سټیکر هم ترلاسه شوي دي ولې د دوه تښتیدلو ترهګرو د لټون عملیات روان دي.

Leave a reply