په کونړ کښې اهل حدیثو ډلې د امارت اسلامی ملاتړ اعلان کړو

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کونړ ولایت نه په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دې چې به دې ولایت کښې په ګنړ شمیر کښې د اهل حدیث ډلې مشرانو او عالمانو د امارت اسلامی افغانستان سره د ملاتړ او حمایت اعلان کړې دې، په دې ولایت کښې د عالمانو او د کونړ والي ترمینځ په یو ملاقات کښې د امارت اسلامی د حمایت اعلان کړې .
د رپورټ مطابق د کونړد اهل الحدیثو علماوو شورای استازو نن د کونړ له والي سره ملاقات وکړواو د یوبل ډلې د حمایت کولو ی یو بل ته ډاډ ورکړو.
د رپورټ مطابق د اهل حدیث مشرانو د افغانستان اسلامی امارت سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او دوی ته دی د همکارۍ او حمایت کولو ډاډ ورکړو. یاده دي وی چې دې نه وړاندې هم په ننګرهار او نورو سیمو کښې د امارت اسلامی او د اهل حدیث عالمانو او مشرانو ترمینځ غونډې او ملاقاتونه شوي او په دې ملاقاتونو کښې د اهل حدیث ډلې د طالب مشرانو د حمایت کولو باور ورکړې دې.
یاده دې وي چې د اهل حدیثو او د طالب مشرانو ددې ملاقاتونو او د یو بل سره د حمایت کولو ته سیاسی او دفاعی کارپوهان په ډیر ښه نظر ګوري ځکه چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی لپاره داعش ډله یو لوی چیلنج دې او دا ډله د طالب مشرانو حکومت لپاره ستونزې پیدا کولې شي خو که چرې امارت اسلامی مشران او په افغانستان کښې نور ډلې په یو اتفاق او خوله شی نوی بیا به هیڅوک هم د امارت اسلامی افغانستان لپاره څه ستونزه پیدا نه کړي او په افغانستان کښې به یو تل پاتې امن قایم شي.
د کونړ اهل الحدیثو علماوو شورا استازو نن د کونړ له والي سره په کتنه کې له افغانستان اسلامی امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او په ټولو برخو کې يې د اطاعت او همکارۍ ډاډ ورکړ. pic.twitter.com/ckR2X1gr5h
— BNA Pashto (@bnapashto) October 7, 2021






