د اسلامی امارت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګری ملتونو نماینده وفد سره لیدلي

0
315

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د ملګری ملتونو د ادارې یونیسیف د افغانستان لپاره ټاکل شوي مشرانو او نمانیدګانو سره ملاقات کړې، په دې ملاقات کښې د ملګري ملتونو د یونیسیف ادارې مشرانو د امارت اسلامی مشرانو ته ډاډ ورکړو چې دوی به په افغانستان کښې د ماشومانو د صحت ، تعلیم او د ویکسین ورکولو په اړه بشري مرستو کښې فعال کردار ادا کړي.

یاده دې وي چې دا ملاقات په داسې وخت کښې شوي چې په افغانستان کښې د ژمې یخنۍ موسم په پیل کیدو دې او د ملګري ملتونو د افغانستان لپاره نمایندګانو د اول نه غوښتنه کړي چې د افغانستان لپاره دې مرستې زر تر زر ورکړل شی چې دلته د افغان اولس مدد وشی.
د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګری ملتونو نمایندګانو او مشرانو ته په افغانستان کښې د بشري مرستو چارې پیل کولو او سرته رسولو په اړه د نړیوال سازمان اهلکارو او مشرانو ته پوره پوره ډاډ او باور ورکړو.
د امارت اسلامی مشرانو د ملګری ملتونو ته په ډاګه کړه چې د افغانستان د جنګ زپلي اولس لپاره په نړیواله سطح آواز اوچت کړي چې د نړۍ هیوادونه دوی سره بشري مرستي وکړي.

Leave a reply