د پاکستان مشهور اداکار او سندرغاړی فرحان سعید د پټرولو د بیو د لوړیدو په اړه خپل نظر څرګند کړ

0
396

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان مشهور اداکار او سندرغاړی فرحان سعید د پټرولو د بیو د لوړیدو په اړه خپل نظر څرګند کړ.

فرحان سعيد په خپل ټويټر اکاونټ يو بيان کښې د حکومت لخوا تيره شپه د پټرولو بيعې ٢٢ روپۍ زياتولو په اړه ټويټ کړے او په ښاريانو يې حمله کړې ده.

اداکار د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ليکلي چې “پاکستانيانو، تاسو به د يو ليټر پټرول 500 روپۍ ورکوئ، افسوس.”

فرحان سعید لیکلي چې “هغه ملت چې د خپلو حقونو لپاره نه ودریږي، د بد حالت مستحق دی”.

ياده دې وي چې د حکومت لخوا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي وروستو د پېرودونکو په شمول مشهوره شخصيتونه په سوشل ميډيا خپله غصه څرګندوي

تيره شپه وفاقي حکومت په عوامو د گرانۍ يو بل بم غورځولى او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښي ئي ٢٢ روپو نه زياتي اضافه کړي ده۔

د اعلاميې له مخې د پټرولو په بيه کې ۲۲ روپۍ ۲۰ پيسې، د هاي سپيډ ډيزلو په بيه کې ۱۷ روپۍ ۲۰ پېسې او د لائټ سپيډ ډيزل په بيه کې ۹ روپۍ ۶۸ پيسې زياتوالی راغلی دی.

Leave a reply