په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو په اړه په اساسي قانون کې هیڅ ابهام نشته، کمیسیون یې پابند دی: سپریم کورټ

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: سپريم کورټ وايي اساسي قانون په ٩٠ ورځو کې دننه دانتخاباتو ترسره کولو مکلف دى، په ٩٠ ورځو کې دننه دانتخاباتو په اړه په آئين کې کوم ابهام نشته، دا يواځې دانتخاباتي کميشن ذمه واري ده چې شفاف انتخابات ترسره کړي.
په سپريم کورټ کې د سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د تبادلې کيس اورېدنه وشوه.
جسټس اعجازالاحسن وکيل پنجاب حکومت نه پوښتنه وکړه چې ولې د سپريم کورټ په حکم سي سي پي کې بدلون راوستی شو؟ د غلام محمود ډوګر په سپارلو کې څومره بیړه وه؟
د پنجاب حکومت وکيل وايي، غلام محمود ډوګر د دويم ځل لپاره د ټاکنو کمېسيون په اجازې بدل شوی دی.
جسټس اعجازالحسن وويل چې د افسرانو په بدلون کې د اليکشن کميشن کردار څه دى؟
د پنجاب ايډيشنل ايډوکيټ جنرل وويل په پنجاب کې د نگران سيټ اپ جوړولو له امله د اليکشن کميشن څخه اجازت اخستې شو، د آئين له مخې د نگران سيټ اپ جوړولو نه وروستو په ٩٠ ورځو کې انتخابات کول پکار دي. عدالت چيف اليکشن کمشنر سمدستي طلب کړے دے۔
جسټس اعجازالاحسن وويل بيا راته ووايه چې اليکشن کميشن چرته دى؟ ایا د ټاکنو کمیسیون د سترې محکمې له حکم نه خبر و؟ د ټاکنو کمیسیون له خپل کار پرته نور ټول کارونه کوي.
جسټس مظهر نقوي وويل نيم پنجاب ته منتقل کړل شو، آيا په پنجاب کې داسې کومه ضلعه ده چرته چې منتقلي شوې وي؟
د اورېدنې وروستو چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا سپريم کورټ کې حاضر شو
اساسي قانون په هر صورت کې په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو پابند دی: جسټس اعجازالاحسن
جسټس اعجازالاحسن وئيلي دي چې آئين په هر صورت کې په ٩٠ؤ ورځو کې دانتخاباتو کولو پابند دى، دانتخاباتو ترسره کول دانتخاباتي کميشن ذمه واري ده، که په ټاکلي وخت کې انتخابات ترسره نه شول نو دا به دقانون خلاف ورزي وي.
په اساسي قانون کې د ۹۰ ورځو په موده کې د ټاکنو په اړه کوم ابهام شته، نه، د رڼو ټاکنو ترسره کول یوازې د ټاکنو د کمیسیون مسوولیت دی، په اساسي قانون کې په واضحه توګه راغلي چې سرپرست حکومت نه شي ټاکلی او نه انتقالیږي. د انتقال په صورت کې به د واضح دلایلو سره تطبیق شي، د ټاکنو کمیسیون به دلایل وڅیړي او یو مناسب حکم به صادر کړي. چيف اليکشن کمشنر وويل که عدالت حکم ورکړي نو تبادله به بندوي، که پخپله دانتخاباتو نيټه ورکوي نو دا به دقانون خلاف ورزي وي.
جسټس اعجازالاحسن وويل اليکشن کميشن دصوبې په خبره عمل نۀ کوي.
چيف اليکشن کمشنر وويل په تفصيلي غونډه کې صوبو ته د تقررۍ او تبادلې هدايات جاري کړل شوي دي.
جسټس مظاهر نقوي پوښتنه وکړه چې اليکشن کميشن د کوم قانون لاندې لارښوونې کړي؟






