افغانستان کې د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر ویلي چې له طالبانو سره د تعامل پرته بله لار نشته.

افغانستان کې د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر ویلي چې له طالبانو سره د تعامل پرته بله لار نشته.
13 فبروري 2023
افغانستان لپاره د بریتانیا تلونکي سفیر هوګو شارتر د خپلې دندې پای ته رسېدو اعلان کړی او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي چې په افغانستان کې د پرمختګ لپاره یواځینۍ لاره خبرې اترې دي.
نوموړي ویلي چې افغانان دې جنګ ته د لمن وهلو پر ځای سوله ییز مېز جوړ کړي او خپلې غوښتنې دې له یو بل سره د خبرو له لارې حل کړي.
شارتر ویلي، دوه لسیزي په افغانستان کې د خبرو اترو او سوله ییز حل پر ځای جګړې او وژنې وې، خو پای یې مذاکرات وو، چې دواړه اړخونه ورته اماده شول.
نوموړي له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره برېتانیا پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
اړوند موضوعات
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه پر طالبانو او نورو اړخونو غږ کړی چې خپلې کورنۍ ستونزې دې په خپله حل کړي.
حماد






