لۀ نن څخه پوره شل کاله وړاندې پۀ همدې ورځ امریکا پر افغانستان د حملې امر ورکړی ؤ

0
229

لۀ نن څخه پوره شل کاله وړاندې پۀ همدې ورځ امریکا پر افغانستان د حملې امر ورکړی ؤ

له نن څخه پوره شل کاله وړاندې په همدې ورځ ( د اکتوبر پر ۷ ) نېټه امریکا پر افغانستان د حملې امر ورکړی ؤ چې په نن ورځ لومړنۍ هوايي حمله په افغانستان شوې وه.

 

(2021 / 10 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

له نن څخه پوره شل کاله وړاندې په همدې ورځ ( د اکتوبر پر ۷ ) نېټه امریکا پر افغانستان د حملې امر ورکړی ؤ چې په نن ورځ لومړنۍ هوايي حمله په افغانستان شوې وه.

د ا.ا.ا د امریکايي یر غل پۀ یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي دي:

له نن څخه پوره شل کاله مخکې په همدې ورځ امریکا زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ او ا.ا د ملکي هیوادوالو د تلفاتو او په ښارونو کې د تخریب د مخنیوي هدف د لنډ مهال له پاره ظاهرا له ښارونو څخه خپل ځواکونه وایستل؛ خو امریکا یي یرغل په تیرو شلو کالو کې امریکایي اولس ته له ځاني تلفاتو او بې شمیره مالي مصارفو پرته بل څه نه درلودل او دغه راز د همدې یرغل په پایله کې زرګونه افغانان شهیدان، معیوب، او بې کوره شول.
دا چې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هیواد څخه خپل ځواکونه وایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي، چې زموږ په هیواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هېڅکله یې هم په اړه باید فکر ونکړي.
هیله مو داده، چې ملګري ملتونه، د نړۍ بډایه هیوادونه او نور بیلابیل سازمانونه د افغانانو لاس نیوی وکړي، خپلې مرستې او کومکونه دې د سیاسي فشارونو وسیله ونه ګرځوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې دې د صادقانه همکارۍ په روحیه د مسائلو حل ته راوړاندې شي، تر څو د تېر شل کلن اشغال په نتیجه کې رامنځته شوې ستونزې له منځه لاړې شي او افغانان پریښودل شي د خپل هیواد د راتلونکي په اړه خپله تصمیم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې پوره شل کاله وروسته یو ځل بیا د ا.ا.ا په ټول افغانستان واکمن دي او د حکومت چارې پر مخ وړي.

Leave a reply