۷ اووم اکتوبر د افغانستان په تاریخ کښې یوه اهمه ورځ

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د نوی حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویتر پانړه د امارت اسلامی له طرف نه یوه مراسله خپره کړې ده، په دې خبرپانړه کښې لیکل شوي دي چې نن په اووم اکتوبر د امریکې فوځ په افغانستان یرغل وکړو خو اسلامی امارت خپل ځواکونو د افغانستان د ښارونو نه اوویستل.

په مراسله کې وایی چې په دې شل کاله کښې امریکایی فوځیان په زرګونو افغانان شهیدان او زخمیان کړي خو آخر هم د دوحه د معاهدې لاندې امریکا او نیټو خپله فوځونه د افغانستان نه اوویستل او دای ډیر ښه کار وکړل ځکه چې د افغانستان فوځونو ویستل د نورو هیوادونو ته هم یو ښه پیغام دې چې په افغانستان یرغل کول او په دې هیواد هجوم راوړل ښې پایلې نه لري او هیڅوک دې هم ددې په اړه بیا فکر و نه کړي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت دا خبرپانړه په داسې وخت کښې خپره شوي ده چې د افغانستان نه په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ ټول امریکایی او نیټو فوځونه د دوحه قطر د معاهدې تر لاندې اووتل. په دوحه قطر کښې په فرورې کال ۲۰۲۰ کښې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ معاهده وشوه چې د افغانستان نه به امریکایی او نیټو ځواکونه واپس اووځي.
د افغانستان نه د امریکې فوځونه وتلي او د افغانستان اسلامی امارت نوې عبوري حکومت اعلان کړې دې او د اسلامی امارت وزیرانو او ریاستي دفترونو هم خپل کار پیل کړي دې.

Leave a reply