د کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي

0
203

کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي دي

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې روان کال د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

 

(2021 / 10 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې روان کال د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې تېر کال د ننګرهار د ځلغوزیو حاصلات ۶۲۷ ټنو ته رسېدل؛ خو سږ کال بیا څه باندې ۷۸۳  ټنه ته رسېږي.

بل خوا بیا تجاران وايي چې دولت باید د ځلغوزیو لپاره په نړیواله کچه بازار پیدا کړي، ځکه د دوی په وینا که جلغوزي له افغانستان څخه دباندې بازار ونلري خپل ارزښت به له لاسه ورکړي او ډېره ټیټه بیه پاکستان ته قاچاق کړی شي.

د خوست ولایت تجاران هم سږکال له ورته ستونزو سره مخ دي، هغوی هم وايي چې سږکال د ځلغوزیو په حالاتو کې تر پخوا څو برابره ډیروالی راغلی او حکومت څخه غواړي چې باید  د دوی د ځلغوزو لپاره نړیوال بازار پیدا کړي.

تر دې وړاندې ځلغوزي د هوايي دهلیز له لارې هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته وړل کېدل.

 

 

Leave a reply