افغان حکومت د بجلې بل ادا کولو لپاره د ملګري ملتونو نه غوښتنه کړې

باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیزو رسنیو کښې داسې رپوټونه چاپ شوي چې چې د افغانستان حکومت د ملګري ملتونو نه غوښتنه کړې چې د بهرنی هیوادونو ته د بجلۍ بل ادا کولو لپاره دوی سره د ۹ نهه کروړه ډالرو مرسته وکړي.
په ټویټر ټولنیز رستې ترکي اردو داسې خبر خپور شوې دې چې افغانستان ازبکستان، تاجکستان ، ترکمانستان او ایران ته د بجلۍ په مد کښې مالیه یعني ټیکس ورکوي ، د رپورټ مطابق افغانستان ددې بجلي بل په مد کښې ۶ کروړه او ۲۰ شل لکه ډالر قرض دار دې او باید چې دا روپۍ دې هیوادونو ته ورکړي.
یاده دې وی چې په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره د ملګري ملتونو د افغانستان لپاره نمایندګانو هم د بشري مرستو غوښتنه کړې ده، دوی وایی چې د ژمې نه وړاندې دې دغه مرستې افغانستان ته ورکړې شي چې دا مرستې افغان اولس ته ورسول شي او د غه شان په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران مخه ونیول شي، د افغانستان د بیله بیلو ولایتونو نه داسې رپورټونه هم خپاره شوي دي چې په دې ولایتونو کښې په هسپتالونو کښې دواناني ختمې شوي دي چې له وجهې ی غریب افغان اولس ته سختې ستونزې رامخې ته شوي دي.
افغان حکومت نے بجلی کے بلوں کی ادائیگی کے لئے اقوام متحدہ سے 9 کروڑ ڈالر مانگ لئے
افغانستان ہر ماہ 2 سے ڈھائی کروڑ ڈالر بجلی کی قیمت کی مد میں ازبکستان، تاجکستان، ترکمانستان اور ایران کو ادا کرتا ہے، اس وقت بجلی کی واجب الادا رقم 6 کروڑ 20 لاکھ ڈالر تک پہنچ گئی ہے pic.twitter.com/KDab8utFON— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 6, 2021






