نن د احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه یوې ایرانۍ الړتکې الوتنه کړې ده

0
225

نن له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه یوې ایرانۍ الوتکې الوتنه کړې ده

نن په کندهار ولایت کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه د ایران مشهد ښار ته د ماهان په نوم یوې ایرانۍ الوتکې تجارتي الوتنه کړې ده، د یاد هوايي ډګر مسؤلین وايي چې په نیږدې وخت کې به نورې الوتنې هم له یاد هوايي ډګر څخه ترسره شي.

 

 

(2021 / 10 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

د سرچینې په خبره، متقي خپل ازبک سیال ته د هرکلي تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړی دی چې له رامنځته شوي تحول وروسته په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته په راګرځېدو دی.

د سبټمبر تر پنځلسمې وروسته کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي دا لومړنی نړیواله الوتنه وه چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د کابل هوايي ډګر څخه ځینې نړیوالې الوتنې ترسره شوې وې.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال هغو ځواکو د کابل هوايي ډګر په بشپړ ډړل تخریب کړی ؤ چې بیا د قطر هېواد په تخنیکي همکارۍ بېرته په نسبي ډول نړیوالو الوتنو ته چمتو شو.

تر دې وړاندې داسې ویل شوي ؤ چې د کابل هوايي ډګر د سمبالښت چارې به ترکیه پر مخ وړي؛ خو اوس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د کابل هوايي ډګر د سمبالښت چارو پر غاړه اخستلو لپاره ځینې شرطونه لري چې د ا.ا.ا یې باید ومني.

Leave a reply