د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبک سیال سره کتلي دي

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبک سیال سره کتلي دي
د سرچینې په خبره، متقي خپل ازبک سیال ته د هرکلي تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړی دی چې له رامنځته شوي تحول وروسته په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته په راګرځېدو دی.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي له خپل ازبک سیال عبدالعزیز کاملوف او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو مهمې او ګټورې خبرې اترې کړې دي.
د سرچینې په خبره، متقي خپل ازبک سیال ته د هرکلي تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړی دی چې له رامنځته شوي تحول وروسته په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته په راګرځېدو دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه کابل ته راځي چې نن یاد هېواد ویلي، سره له دې چې افغانستان یې د برېښنا له درکه پوروړی دی خو پر دغه هېواد برېښنا نه پرې کوي.





