متقي د ازبکستان وزیرخارجه سره ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي د ازبکستان وزیرخارجه سره ملاقات کړې او په یو شمیر اهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې دې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او ددوی سره نور اهمو چارواکو سره وکتل، په دې اهم ملاقات کښې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر خپل ازبک سیال ته ښه راغلاست اوویل .
متقي د ازبکستان پلاوي ته ډاډ ورکړو چې د وروستي پرمختګونو وروسته به په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته راشي.
یاده دې وي چې د افغانستان اسلامی امارت سرپرست مشران نوی حکومت د اعلان نه پس ددې حکومت وزیران او نورذمه واران د بهر هیوادونو او د ملګري ملتونو د نمایندګانو سره ملاقاتونه کوي.
طالب مشرانو د ګاونډي هیوادونو نه غوښته کړې چې دوي د افغانستان سره اړیکې ټینګي کړي، طالب مشرانو هم دې هیوادونو ته باور او ډاډ ورکړې چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف هم استعمال نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *